له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د ۳۴ ولایتونو له مسؤلینو سره په آنلاین  ډول غونډه ترسره کړ

rahyab
Tue, Feb 11 2025 4:33 PM
تصویر خبر

نن ورځ سه شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي د هېواد د ټولو ۳۴ ولایتونو  ولایتي مسؤلینو سره په آنلاین ډول غونډه ترسره کړه، په دې ناسته کې د یادې ادارې ولایتي رئیسانو او د یادو ادارو استازو ګډون کړی و.
ترابي صاحب وویل چي د لومړۍ ځل لپاره مو د انلاین غونډه جوړه کړه چي له دې وروسته به کله کله د اړتیا سره سم داسې غونډي ترسره کوو.
په دې آنلاین غونډه کې تر ټولو مهم بحث د هغو سیمو ارزونه وه چي خطر ورته متوجې وې او استنادي د یوالونو یا چیک ډیمونو ته ضرورت لري، د خلګو مشکلات په حل کیږي او خلګ د خطر څخه ژغورل کیږي.
 ترابي صاحب د ټولو ولایتونو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه چې د خپلو والیانو سره تر مشوری وروسته مونږ ته  په هر ولایت کی د یو میلیون افغانیو په ارزښت تر خطر لاندې وقایوی پروژی په نښه کړي تر څو مونږ ژر تر ژره په ټول هیواد کی اضطرار پروژې پیل او تطبیق کړو.
د ۳۴ ولایتو نو ولایتی مسؤلینو هر یوه په خپل نوبت سره د خپل ولایت اړیني اضطراري پروژې  په ګوته کړلې.
 د غونډي په وروستیو کي ترابي صاحب پر ټولو  ولایتی مسؤلینو ټینګار وکړ چي د خپلو اړونده واي صاحبانو سره تر مشوری وروسته  ژر تر ژره هغه سیمي په نښه کړي چي پروژو ته اړتیا لري چی ډیر کورونه، باغونه او ځمکی یی تر تهدید لاندی وی او په کم مصرف خلګو ته زیات خدمت وسي.

نېټه: ۱۴۴۶/۸/۱۲ هــ ق 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Mon, Jun 16 2025 3:58 PM
Background image

ANDMA’s Acting Head Visits Herat Province After Reviewing Administrative Affairs in Farah Province

Today, on Monday, the Acting Head of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, arrived in Herat Province as part of his ongoing tour to several. . .

Sun, Jun 15 2025 10:36 PM
Background image

The Acting Head of ANDMA Visited Two Water Canals in Farah City

Today, on Sunday, Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Acting Head of Afghanistan National Disaster Management Authority, during his ongoing visit to Farah province, inspected. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .