د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۹۵ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د OHW موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې, د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ, په چهاردره ولسوالۍ کې د وچکالۍ له امله ۳۹۵ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته ۳,۰۰۲ افغانۍ ووېشل شوې او ټولټال ۱,۱۵۸,۷۹۰ (۱ میلیون, ۱۵۸ زره او ۷۹۰) افغانۍ د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
نیټه: ۱۴۴۶/۷/۲۵
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره