د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ۵۰۰ زیانمنو کورنیو لپاره د نغدي مرستو د وېش لړۍ پیل کړه
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اکشن اېډ موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، یادې موسسې د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، په ده سبز ولسوالۍ کې د طبیعي پېښو له امله د ۵۰۰ زیانمنو، بېځایه شویو او اړمنو کورنیو لپاره د نغدي مرستو د وېش لړۍ پیل کړه.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته ۴۶۸ ډالر یا د هغه معادل افغانۍ په درېیو قسطونو کې وېشل کېږي چې نن ورځ د مسؤلینو په شتون کې له یادې جملې ۳۰۰ کورنیو هرې یوې ته د لومړي قسط ۱۱,۵۵۰ افغانۍ ووېشل شوې.
د یادونې وړ ده چې پاتې نورو کورنیو ته به په راتلونکو ورځو کې هم نغدي مرستې ووېشل شي.
نېټه:۱۴۴۶/۷/۱۴
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره