د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۱۵ کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د درمان موسسې په همکارۍ, ۲۱۵ زیانمنو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او درمان موسسې ترمنځ د اسلامي امارت د قوانین په چوکاټ کې د هوکړه لیک له مخې ترسره شوه, هرې کورنۍ ته ۲ تختې کمپلې او د ماشومانو لپاره د ژمي ۲ جاکټونه ووېشل شول.
نیټه: ۱۴۴۶/۷/۷
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره