له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ښځي افغان ښځو لپاره د مؤسیسې تر منځ دګډو همکاريو تفاهم نامه لاسلیک سوه
نن ورځ پنج شنبه له پیښو سره دمبارزې امادګی ملی اداری سرپرست الحاج ملانورالدین ترابي او دښځي افغان ښځو مؤسیسې رئیس فریدون نوري او د پروژي مسؤل شفیق الله سره په خپل کاري دفتر کي وکتل.
ترابي صاحب دیادي مؤسیسې راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او دژمني توکو پر ژر رسیدنه یی زیات ټینګار وکړ او وویل چي تر بل هر وخت کورنۍ په ژمي کي هر ډول مرستو ته اړتیا لري.
همداراز ترابي صاحب وویل چي په هر ولایت کي مؤسیسات توزیع او یاهم سروې کوي باید په شفافیت او چټکۍ سره وکړي ترڅو خلګ پر وخت د مرستو څخه برخمن سي.
د یادی مؤسیسې رئیس فریدون وویل چي زموږ مؤسیسه په ۲۲ ولایتونو کي فعالیتونه لري او تل یی دسیلاب ځپلو؛ مهارجرینو، زیانمن شوو، روغتیا او پوهني په برخه کي همکاري کړي ده.
ښاغلي نوري ددې ادارې دسرپرست ترابي صاحب څخه ځانګړي مننه وکړل چي تل یی زموږ سره په هره برخه کي همکاري کړي ده او زموږ ملاتړ یی کړی دی.
دیادوني وړ ده چي یاده مؤسسه د۳۸۸۴۲ ډالرو په ارزښت دهرات ولایت په زنده جان ولسوالۍ کي د۲۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د۱۵۵.۳۷ یو سل پنځه پنځوس اشار یې اوه دیرش ډالرو په ارزښت هري کورنۍ ته ژمني مرسته ورکوي چي یو باب دروازه، یو تخته فرش، یوه تخته کمپل،یو دانه څادر، یودانه ټیکرۍ،یودانه،بخار دیګ، یودانه چایبر، او یودانه دچایو ترموز هر کورنۍ ته ویشل کیږي
نیټه: ۱۴۴۶/۵/۱۹ هـــ ق
له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره