له پېښو سر د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د پراختیایي همکاریو خیریه مؤسسې CESVI ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه

rahyab
Sun, Nov 17 2024 2:25 PM
تصویر خبر

نن سهار، یکشنبه، له پېښو سر د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي، د پراختیایي همکاریو خیریه مؤسسې CESVI د مالي او بشري سرچینو رئیس نعمت‌الله عارض او د اړیکو او همغږۍ مسؤول محمود دراني سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
 ترابي صاحب په دې ناسته کې د یادې مؤسسې پلاوي ته ښه راغلاست ووېل او څرګنده یې کړه چې موږ په هر حالت کې له مرستندویه مؤسسو سره همکار یو، ځکه هغوی په هره برخه کې چې کار کوي زموږ د هیواد خلکو ته مرستې رسوي.
په همدې حال کې، د یادې مؤسسې د مالي او بشري سرچینو رئیس نعمت‌الله عارض د دې ادارې له‌خوا د مرستندویه مؤسسو لپاره د مرستو رسولو په برخه کې د اسانتیاوو برابرولو له امله خپله خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې له دې تفاهم‌نامې څخه وروسته به پروژې په بېړنۍ توګه پلي شي.
د یادونې وړ ده چې د لاسلیک شوې تفاهم‌نامې له مخې به په مجموعي ډول د ۴۶۹۰۳۸ ډالرو په ارزښت په لاندې ډول فعالیتونه د هرات ولایت په د زنده جان ولسوالۍ کې ترسره شي:
۱- د زنده جان ولسوالۍ په زلزله ځپلو سیمو کې ویجاړې شوي څاګانې به ترمیم شي او همدارنګه خلکو ته به د حفظ الصحې په اړه معلومات وړاندې شي، په داسې ډول چې ۲۰ هغه څاګانې چې اساسي ترمیم ته اړتیا لري او ۴۰ هغه څاګانې چې جزیي ترمیم ته اړتیا لري، هغه څاګانې به ترمیم شي. همدارنګه د حفظ الصحې په برخه کې به د څارنې او عامه پوهاوي ټیمونه جوړ شي.
۲- د زنده جان ولسوالۍ په ۵۰ کلیو کې به د طبیعي پېښو لکه سېلابونو، زلزلې او طوفانونو خطرونه ارزول کېږي او د خطرونو سیمې به د په نښه کېدو څخه وروسته، خلکو ته د دې په اړه عامه پوهاوی ورکول کېږي.
۳- په همدې وخت کې به د زنده جان ولسوالۍ په ۵۰ کلیو کې د خطرونو کمولو او د پېښو پر مهال د پلټنې او ژغورنې لپاره د کلي ټیمونه جوړ شي او ۱۰۰ کسانو ته به عصري روزنه ورکړل شي، ترڅو هغوی ترلاسه شوي معلومات له نورو خلکو سره شریک کړي.
۴- د زنده جان ولسوالۍ په ۵۰ کلیو کې به د طبیعي پېښو د مدیریت پلان ترتیب شي، چې په هغه کې د خطر او د زیانونو د کمولو نقشه، اضطراري نقشې، د خطرونو مدیریت او لومړني خبرتیايي میکانیزمونه شامل دي.
۵- د زنده جان ولسوالۍ په ۵۰ کلیو کې به د بیړنيو حالاتو کیټونه وېشل کېږي، ترڅو د خطرونو پر مهال د زیانونو د کمولو لپاره ترینه کار واخیستل شي. په دغو کېټونو کې لوډ سپیکر، پړۍ، د ژغورنی واسکټ، څراغونه، کلنګ، د لاس ګاډۍ او خیمې شاملې دي. 
۶- په ۵۰ کلیو کې به د خطرونو کمولو په موخه د عامه پوهاوي پوسټرونه او بروشورونه وېشل کېږي.
۷- د طبیعي پېښو د خطرونو کمولو لپاره به په ۵۰ کلیو کې ۱۰،۰۰۰ مثمر او غیر مثمر نیالګي کرل کېږي.
۸- په دې ولسوالۍ کې به د سېلابونو د خطرونو د کمولو په موخه دوه استنادي دیوالونه جوړېږي. 

تصویر خبر

نېټه: ۱۴۴۶/۵/۱۵
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Tue, Apr 22 2025 10:58 AM
Background image

The Acting Head of ANDMA Receives Report of the Activities from 17 Working Committees at the Torkham Camp

Today, Tuesday, at 5:30 AM, Haji Mullah Nooruddin Turabi, the Acting Head of Afghanistan National Disaster Management Authority, held a meeting at the Torkham camp, established by the. . .

Mon, Apr 21 2025 7:14 PM
Background image

The Acting Head of ANDMA Visits Torkham Camp, Emphasizes Expediting Work

Today, in morning, the Acting Head of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mulla Nooruddin Turabi, visited and inspected the progress of the committees tasked with. . .

Mon, Apr 21 2025 5:55 PM
Background image

Kazakhstan Delivers 3.5 Tons of Medicines and Primary Healthcare Aid to Afghanistan National Disaster Management Authority 

Today, in morning, the Republic of Kazakhstan delivered 3.5 tons of medicines and primary healthcare aid to Afghanistan National Disaster Management Authority  through Kabul. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .