۲۸۳ بېوزله کورنیو ته په ننګرهار ولایت کې نغدي مرستې ووېشل شوې
د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د IRC موسسې په همکارۍ, ۲۸۳ بېوزله کورنیو ته د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د خوراکي توکو پېرلو لپاره د لومړي قسط نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ۲۸۰۰ افغانۍ ترلاسه کړې, او همدارنګه په راتلونکې کې به له یاد شمېر کورنیو سره نورې مرستې هم ترسره شي.
نیټه: ۱۴۴۶/۰۵/۱
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره