پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال سیلاب ځپلو ته د رسېدنې د چارو د مدیریت لپاره لوګر ولایت ته ورسېد

rahyab
Sun, Aug 21 2022 3:36 PM
news image

لوګر- د زمري ۳۰مه-۱۴۰۱
محترم مولوی شرف الدین مسلم پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال، نن ماسپښین د لوګر ولایت خوشي ولسوالۍ کې د تېرې شپې سیلاب له امله زیانمن شویو ته د رسېدنې لپاره یاد ولایت ته سفر وکړ.
په دغه سفر کې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال په خوشي ولسوالۍ کې له والي، د والي مرستیال او د سیلابونو ته د رسېدنې کمېټې غړیو سره غونډه ترسره کړه.
لومړۍ مولوي عنایت الله شجاع د لوګر ولایت والي د زیانمن شویو لپاره ترسره شویو اقداماتو په اړه معلومات وړاندې کړل چې زیانمن شویو ته ګرم خواړه او لومړنۍ مرستې رسېدلي دي.
ورته مهال مولوي انعام الله د لوګر د والي مرستیال ووېل چې د خوشي ولسوال په مشرۍ د زیانمن شویو بېړنیو اړتیاوو ته د رسېدنې لپاره د مختلفو دولتي ادارو په ګډون یوه کمېټه جوړه شوي ده.
وروسته ښاغلي مسلم د پېښو سره مبارزې ریاست ته لارښوونه وکړه چې د زیانمن شویو ټولو اړتیاوو پوره کولو لپاره دي له شته امکاناتو څخه ګټه واخلي.
نوموړي همدارنګه ووېل چې د دې ترڅنګ چې له مرکز څخه خیمې او نور توکي د انتقال په حالت کې دي، د اوچا دفتر او نورو موسسو سره خبرې ترسره شوي او هغوۍ هم د خپلو بشري مرستو د پېرېدو په حالت کې دي.
NewsNews

News

Latest news

Sun, Sep 13 2026 10:46 AM
Background image

An MoU on Joint Cooperation was Signed Between ANDMA and the Humanitarian Organization for the People of Afghanistan

Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, received Engineer Pamir Safi, Deputy for Projects of the. . .

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .