تېر کال کې له طبیعي او غیر طبیعي پېښو  څخه ۲.۵ میلیونه زیانمنو تنو ته، مرستې رسېدلي دي

rahyab
Thu, Aug 18 2022 1:14 PM
News image

کابل _ ۲۷ اسد ۱۴۰۱
پېښو ته د رسېدو چارو کې د دولت وزارت مسئولینو د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ملت ته د دولت حساب ورکولو برنامې په لړ کې د یوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال، د یاد وزارت د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ.
پېښو ته د رسېدو چارو کې د دولت وزارت مرستیال،مولوي شرف الدین مسلم،چې په مطبوعاتي کنفرانس کې یې خبرې کولې وویل:دغه وزارت له خیریه سازمانونو او ملګرو ملتونو سره په همغږۍ،له طبیعي او غیر طبیعي پېښو څخه ۲.۵ میلیونه زیانمنو کورنیو ته دبشردوستانه مرستو د وېش زمینه برابرې کړې ده.
د یاد وزارت د مرستیال په وینا، د بلخ له ګدام نه ۱۴ ولایتونو ته د ۵۰۰۰ مټریک ټنه غنمو وېش، د اقینې له بندر نه ۱۵ ولایتونو ته د ۶ قلمه خوراکي او غیر خوراکي توکو وېش، له تور غونډي بندر نه ۲۰ ولایتونو ته د ۶ قلمه خوراکي او غیر خوراکي توکو وېش، د بلخ له ګدام نه ۲۴ ولایتونو ته د ۱۰ قلمه خوراکي او غیر خوراکي توکو وېش او د بېړنیو حالاتو مدیریت په موخه، د ۳۲ ولایتونو په ګدامونو کې د خوراکي او غیر خوراکي توکو زېرمه کول، په وروستي یوه کال کې د دغه وزارت له مهمو فعالیتونو څخه دي.  
د دې وزارت مرستیال زیاته کړه، څه باندې ۳۰۴ زره زیانمنو او اړمنو کورنیو ته د نغدي مرستو وېش، پکتیکا او خوست ولایتونو کې زلزله ځپلو سره ۱۶۰میلیونه افغانۍ نغدي مرسته او د طبیعي پېښو له خطر سره مخ ۱۰ ولایتونو کې د سروې تر سره کول، د وزارت له نورو کړنو څخه دي. 
د وزارت د مرستیال په وینا، دغه وزارت له روسیې، چین، اوزبیکستان، قزاقستان، ایران، قطر، ترکیې، پاکستان، متحده عربي اماراتو، بنگله دېش او سعودي عربستان هېوادونو سره په همغږۍ، ۲۵۰ زره کورنیو ته د بشردوستانه مرستو د جلبولو زمینه برابره کړې ده.  
‏د یاد وزارت د مرستیال په خبره، په عادلانه او رڼه توګه د مرستو لېږد او وېش د مدیریت په خاطر، دغه وزارت د سوق او ادارې مراکز رامنځته کړي او له همدې لارې زیانمنو او اړمنو کسانو ته رسېدنه کوي. 
د وزارت د معلوماتو پر بنسټ، یاد وزارت د حکومت له سکتوري ادارو سره په همغږۍ، ۹۰۰ کیلومتره سړکونه او سختې لارې پاکې کړي دي. 
همدارنګه، دغه وزارت له اړوند ادارو سره په همغږۍ، د ماین پاکۍ ملي سټنډرډونه ترتیب او تطبیق کړي دي، چې له دې لارې شاوخوا ۵۵ کیلومتر مربع شکمنې سیمې نښاني او پاکې شوي او څه باندې یو میلیون کسانو ته، د ماین او چاودېدونکو توکو خطرونو په اړه، پوهاوی ورکړل شوی دی.
د راپور له مخې، وروستي یوه کال کې د طبیعي پېښو له امله، ۱۵۱۱ تنه شیهدان او ۳۷۲۶ تنه ټپیان شوي، ۲۳۸۲۲ کورونه په بشپړ او یا قسمي توګه ړنګ شوي، ۸۶۱۲ حیوانات تلف شوي او ۹۶۷۷۶ جریبه کرنیزه ځمکه له منځته تللې ده. 
‏د موسمي سېلابونو تر اغېز لاندې سیمو کې ۱۵۰ کورنیو ته د بشردوستانه مرستو د وېش او زېرمه کولو لپاره چمتو والی، څه باندې ۱۵۰۰۰ ټپیانو، د شهیدانو وارثانو او زیانمنو کورنیو ته د نغدي مرستو وېش،۱۷۸ اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو او درملو وېش، د‏طبیعي پېښو، ماینونو او چاودېدونکو توکو خطرونو په اړه د پوهاوي ورکولو د ۸ برنامو او ۲۰۰ ورکشاپونو په لار اچول او د بېړنیو حالاتو مدیریت په موخه، ولایتي کمېټو ته د ۲۰۰ میلیونه افغانیو لېږد، په روان کال کې د دغه وزارت د توجه وړ موارد دي.


News imageNews image





 

News image

Latest news

Sun, Sep 13 2026 10:46 AM
Background image

An MoU on Joint Cooperation was Signed Between ANDMA and the Humanitarian Organization for the People of Afghanistan

Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, received Engineer Pamir Safi, Deputy for Projects of the. . .

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .