د پاکستان حکومت د افغانستان لپاره د ۳۰ میلیونه ډالرو په ارښت د بشري مرستو ژمنه وکړه

rahyab
Mon, Nov 29 2021 8:58 AM
News

کابل- 9 قوس 1400 / 24 ربیع‌الثانی 1443
ښاغلي غلام غوث ناصري پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال او سرپرست نن له غرمې وروسته په کابل کې مېشت د پاکستان جمهوریت سفیر منصور احمد خان سره لیدنه او د افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې د هغه هېواد په ژمنو خبرې وکړې.
لومړۍ ښاغلي ناصري په تېرو ۴۰ کالو کې د پاکستان جمهوریت سخاوتمندانه مرستې او د افغانستان په بیارغونې او بشري مرستو په برخه کې یې د هغه هېواد رول مهم وباله.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت سرپرست د دواړو دوست هیوادونو د ګډ کلتور او دین څخه د یادونې ترڅنګ د ژمي په فصل کې د خلکو په زیانمنتوب خبرې وکړی او پاکستان جمهوریت له سفیر څخه د خوراکي او غیر خوراکي بشري مرستو او د کارکونکو د ظرفیت لوړلو په پار د روزنیزو پروګرامونو د ترسره کولو غوښتونکې شو.
ورته مهال منصور احمد خان په کابل کې مېشت د پاکستان جمهوریت سفیر وویل: د پاکستان هیواد د افغانستان اسلامی امارت ترڅنګ ولاړ دی او زیاته کړه چې پاکستان افغانستان ته د کلتوري، دیني او همدارنګه په جغرافیایي لحاظ نزدیکوالي له امله له ورته پېښو سره مخامخ و، او موږ په دی برخه کې د افغانستان د خلکو د درد احساس کولای شو او هغه پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر ته د پاکستان حکومت له طرفه د ۳۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د بشري مرستو ژمنه ورکړه.
په پای کې د پاکستان سفیر پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر په نږدې راتلونکي کې د خوراکي مرستو ژمنه ورکړه او دواړو لورو دوو دوست هیوادونو په دوامداره همکاري او دوستي خبرې وکړې، او د پاکستان هیواد له افغانستان سره ۴۰ کلنې خدمتونو ته په اشارې سره د دواړو هیوادونو په دوامداره همکاري ټینګار وکړ.

News

Latest news

Wed, May 13 2026 3:19 PM
Background image

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority Met with Uzbekistan’s Ambassador to Afghanistan

Today On Wednesday morning, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with H.E. Aybek Usmanov, the. . .

Tue, May 05 2026 4:58 PM
Background image

The General Director of ANDMA Participates and Delivers Speech in the Introduction, Analysis and Explanation Program of the 2025–2029 Strategic Plan

Today in morning, on Tuesday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, participated and delivered a. . .

Wed, Apr 29 2026 10:16 AM
Background image

Deputy for Coordination of Disaster Affairs Oversees the Demolition of 12 Boulder Masses Posing Landslide Risks in Kapisa

His Excellency Alhaj Mullah Abdul Wali Saranwal (Haji Waris), the Deputy for Coordination of Disaster Affairs at Afghanistan National Disaster Management Authority, along with His. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .