په پکتیکا ولایت کې 100 زیانمن شوو کورنیو خوراکي او غیر خوراکي توکې ترلاسه کړل

rahyab
Mon, Oct 26 2020 11:33 AM
11

د پکتیکا ولایت پېښو پر وړاندې چمتووالي ریاست د کلیو پراختیا ریاست سره په همکارۍ, 100 کورنیو ته چې د دی ولایت په مرکز کې د وروستیو سېلابونو له امله کورونه یې په بشپړه او نیمه توګه وېجاړ شوي وو, خوراکي او غیر خوراکي توکې ووېشل.
95 زیانمن شووو کورنیو ته چې کورونه یې لمینځه تللي وو, د خوراکي توکو دوه کڅوړې او د پخلنځي یو کېټ, او 5 کورنیو ته چې کورونه یې په نیمه توګه وېجاړ شوي وو, د خوراکي توکو یوه کڅوړه چې 50 کیلو اوړه, 20 کیلو وریجې, 5 لیټره غوړي, 3 کیلو لوبیا, 3 کیلو بوره, 2 کیلو مالګه, یو کیلو شین چای, یو دانه سطل او دوه د اوبو ډبې په کښې کې شاملې دي, د ولایت مقام مرستیال, د پېښو سره مبارزې رییس او د کلیو پراختیا رییس په شتون ووېشلې.
 

Latest news

Sun, Mar 08 2026 1:41 PM
Background image

An MoU for joint cooperation between ANDMA and the Child Protection Organisation was Signed with a total value of 841,122 dollars

This morning on Sunday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management, Authority, met at his office with Mahmoud Pacha,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .