خوست ولایت ته پېښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزیر سفر
ښاغلۍ غلام بهاوالدین جیلاني پېښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزیر نن مازدیګر سه شنبه د چنګاښ 31مه خوست ولایت ته ورسید.
ښاغلۍ جیلاني او ورسره پلاوۍ یې لومړۍ د خوست ولایت په هوایي ډګر کې د ښاغلي محمد صدیق پتمن د خوست ولایت والي, ولایتي شورا غړو, د خوست ولایت پېښو سره د مبارزې رییس, د دولتي ادارو رییسانو او یو شمېر مشرانو لخوا تود هرکلي سره مخامخ شو.
په دی سفر کې پېښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزیر سره ښاغلۍ مطیع الله صافۍ پېښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزارت مالي او اداري مرستیال ملتیا کوي.
د یادونې وړ ده چې خوست ولایت ته پېښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزیر سفر موخه, د عمومي وضعیت په ځانګړي توګه د وروستیو پېښو زیانمنو او د طبیعې پېښو پر وړاندي د ډیرو زیانمنونکو سیمو څخه لیدنه او څېړل دي.