په بادغیس کې دوه وقایوي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دغه ولایت د درهبوم ولسوالۍ په قال زردک کلي کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې له بودجې څخه د دوه لکه او نه ویشت او اتیا (۲۲۹٬۰۸۰) افغانیو په لګښت د اوبو یوه زېرمه جوړه او د مقر ولسوالۍ په ګجیل سرخاب کلي کې یې د اته پنځوس زره او پنخه سوه (۵۸٬۵۰۰) افغانیو په لګښت د یوه پلچک د بیارغونې چارې بشپړې کړې او دواړه پروژې یې د سیمهییزو مسؤلینو او اوسېدونکو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارلې.
د اوبو زېرمې په جوړېدو سره ۴۰۰ کورنۍ ترې ګټه اخلي او د پلچک په بیارغونې سره د خلکو د خوندي او آسانه تګ راتګ زمینه برابره شوې ده.
