د پنجشېر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په پشغور کې له مدرسې څخه د سیلابي رسوباتو د پاکولو کار پیل کړ
د پنجشېر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د حصه اول ولسوالۍ اړوند د پشغور مدرسې له تهکوي څخه د سېلابي خټو او رسوباتو د پاکولو کار پیل کړ.
دغه درې پوړیزه مدرسه اته کاله وړاندې د سیلابونو له امله د تهکوي په برخه کې په بشپړه توګه له خټو او رسوباتو ډکه شوې وه او د دغو رسوباتو د اوږدې مودې پاتې کېدو له امله د استفادې وړ نه وه.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له لوري د دوو عرادو JCB ماشینونو او ۱۰ کارګرانو په واسطه د مدرسې د پاکولو چارې روانې دي، چې په ترڅ کې به یې ټول راټول شوي رسوبات او خټې له تهکوي څخه وایستل شي او دغه برخه به د بیا استفادې لپاره چمتو شي.
د پنجشېر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس محترم الحاج محبالله جاهد، د سیمه ییزو مسؤلینو په ملتیا د مدرسې د پاکولو له بهیر څخه لیدنه وکړه او د چارو پر چټکتیا او اغېزمن پلي کېدو یې ټینګار وکړ.
نېټه:۱۴۴۸/۴/۳ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
