د کونړ ولایت په منوره ولسوالۍ کې د مانده او سېلابي لارې د پاکولو کار پیل شو
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دغه ولایت د منورې ولسوالۍ د چنار کلي د مانده او سېلابي لارې پاکولو د پروژې د پلي کولو کار پیل کړ.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسوولان وایي، د دې پروژې په بشپړېدو سره به د سېلابي اوبو د تېرېدو لاره منظمه او د اوبو له راټولېدو او احتمالي زیانونو څخه به مخنیوی وشي. همدارنګه، په دې سیمه کې به استوګنیز کورونه، جوماتونه، ښوونځي، کرنیزې ځمکې او نور عامه تأسیسات د سېلابونو له احتمالي ګواښونو څخه خوندي شي.
د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دغه ولایت په نورو ولسوالیو کې هم د وقایوي پروژو او قدرتي پېښو له خطرونو څخه د زیانونو د کمولو د پروژو د پلي کولو لړۍ ته دوام ورکوي، څو د احتمالي ګواښونو پر وړاندې د خلکو د ځان او مال او عامه زیربناوو ساتنه وشي.
