د کابل ولایت په کلکان ولسوالۍ کې د خطرونو د کمولو د پروژو سروې وشوه
د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د ولایت مقام، د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست، د کلکان ولسوالۍ او د سیمې د مخورو په همغږۍ، د دغې ولسوالۍ د زمه او کارنده کلیو کې د یوه کرنیز کانال، عمومي سړک او کاریز سروې او ارزونه ترسره کړه.
دغه کرنیز کانال دوه کیلومتره اوږدوالی لري او شاوخوا ۱۰ زره جریبه کرنیزه ځمکه او بڼونه خړوبوي. همدارنګه، د ۷۰۰ مترو په اوږدوالي د هغه سړک لاره چې درې ولسوالۍ له یو بل سره نښلوي، د ترمیم او پراختیا په موخه او د کارنده کلي کاریز د پاکولو او د وضعیت د ښه والي لپاره وکتل او وارزول شول.
