په سرپل ولایت کې د څښاک د اوبو د څلورو شبکو څېړنه او ارزونه وشوه
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ماشومانو د ملاتړ دفتر ترمنځ د همکارۍ د هوکړهلیک پر بنسټ، د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي همکارۍ، په دغه ولایت کې د څښاک د اوبو د څلورو شبکو څېړنه او ارزونه وکړه.
د دغې څېړنې په ترڅ کې د اوبو شبکو عمومي وضعیت، د اوبو د لېږد لارې او د اوبو د وېش ځایونه وارزول شول او شته ستونزې او اړتیاوې هم په ګوته شوې.
د دغې څېړنې او ارزونې موخه د اوبو شبکو د اغېزناک فعالیت، د تأسیساتو د ساتنې په اړه ډاډ ترلاسه کول، د ستونزو پېژندل او خلکو ته د پاکو او خوندي څښاک اوبو د لاسرسي لپاره د زمینې برابرول بلل شوي دي.
د سیمې اوسېدونکو د دغې چارې له ترسره کېدو څخه خوښي او مننه څرګنده کړه او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه یې قدرداني وکړه او د خلکو لپاره د څښاک اوبو د برابرولو په برخه کې یې د ملاتړ پروګرامونو د دوام غوښتنه وکړه.
