د کابل په دهسبز ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو سروې بشپړه شوه
د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د وروستیو سختو ورښتونو له امله د دهسبز ولسوالۍ په ناوه کلي کې د راوتلي سېلاب په پایله کې د زیانمنو شویو سیمو سروې او ارزونه وکړه.
د سروې د پایلو له مخې، دوه استوګنیز کورونه په نسبي ډول زیانمن شوي، د یوه جریب کرنیزې ځمکې حاصلات له منځه تللي او د سیمې د خلکو د استفادې وړ یو کاریز هم زیانمن شوی دی.
د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د هغو سیمو له اوسېدونکو څخه چې د خطر له ګواښ سره مخ دي، غوښتنه کوي چې د بارانونو پر مهال لازم احتیاطي تدابیر ونیسي او د سېلابونو د بهېدو لارو ته له نږدې کېدو څخه ډډه وکړي.
