د کاپیسا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۶۵ سېلاب ځپلو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د WWDOA موسسې تر منځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویلوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی د کاپیسا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دې ولایت د تګاب ولسوالۍ په الماس خېل او عیسی خېل سیمو کې د وروستیو سېلابونو له امله ۶۵ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې، د مسؤلینو په شتون کې له سروې وروسته هرې کورنۍ ته ۵٫۸۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې په ټولیز ډول د دغو ۶۵ کورنیو لپاره درې لکه او اووه اویا زره (۳۷۷٫۰۰۰) افغانۍ ځانګړې شوې وې.
د دغو مرستو ترلاسه کوونکو د کاپیسا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او له همکارو مؤسسو څخه د نغدي مرستو د برابرولو او وېش له امله مننه او قدرداني څرګنده کړه.
