له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس د پروان ولایت د سیاګرد ولسوالۍ له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

rahyab
Wed, Jul 29 2026 2:25 PM
777

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د پروان ولایت له سېلاب ځپلو سیمو څخه د لیدنې په ترڅ کې، په داسې حال کې چې د پروان ولایت د مرستیال والی، الحاج مولوي ابوالوفا عثماني، د سیاګرد ولسوال الحاج مولوي عبدالمعروف حقجو او یو شمېر سیمه‌ییزو مسؤلینو هم شتون درلود، د سیاګرد ولسوالۍ له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل او ځانګړې ناسته یې ترسره کړه.

په دې ناسته کې قومي مشرانو د وروستیو سېلابونو له امله اوښتو زیانونو ته په اشارې سره، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې څخه وغوښتل چې سېلاب ځپلو کورنیو ته بېړنۍ بشري مرستې ورسوي او همدارنګه د بیارغونې، د سړکونو، پلونو، استنادي دېوالونو، د اوبو لګولو کانالونو جوړولو، د سیندونو د غاړو د استحکام او د راتلونکو قدرتي پېښو د مخنیوي لپاره د بنسټیزو او دوامدارو اقداماتو په برخه کې جدي پاملرنه وکړي.

الحاج ملا نورالدین ترابي د قومي مشرانو د ستونزو او غوښتنو تر اورېدو وروسته وویل، چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره به د خپلو شته امکاناتو په چوکاټ کې له زیانمنو کورنیو ملاتړ وکړي او د خلکو غوښتنې به له اړوندو ادارو سره شریکې کړي، ترڅو د ستونزو د دوامداره حل لپاره عملي ګامونه پورته شي.

نوموړي زیاته کړه چې د اسلامي امارت موخه خلکو ته خدمت او د هغوی ستونزو ته رسېدنه ده، او هېڅ زیانمنه کورنۍ به یوازې نه پرېښودل کېږي. هغه ډاډ ورکړ چې د سروې، د مرستو د وېش او د بیارغونې د پروګرامونو بهیر به په همغږۍ او شفافیت سره پر مخ یووړل شي، او همدارنګه به د سېلابونو له امله د خطرونو د کمولو په موخه د وقایوي پروژو پلي کولو ته ځانګړې پاملرنه وشي.

د ناستې په پای کې قومي مشرانو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د مشرتابه له شتون، خواخوږي او ژمنې څخه مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې د خلکو ستونزو ته به په عملي ډول رسېدنه وشي.

Latest news

Sun, Sep 13 2026 10:46 AM
Background image

An MoU on Joint Cooperation was Signed Between ANDMA and the Humanitarian Organization for the People of Afghanistan

Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, received Engineer Pamir Safi, Deputy for Projects of the. . .

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .