د پنجشېر ولایت په دره او رُخه ولسوالیو کې د لارو پاکولو او د څښاک اوبو د نل‌لیکو د ترمیم چارې په چټکۍ سره روانې دي

rahyab
Sun, Jul 26 2026 2:17 PM
image

د پنجشېر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د وروستیو سختو سېلابونو له امله د رامنځته شویو ستونزو د هواري په موخه، په دره او رُخه ولسوالیو کې د مواصلاتي لارو د پاکولو او د څښاک اوبو د نل‌لیکو د ترمیم عملي چارې پیل کړې دي.

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلینو وویل، چې اړین ماشینونه او امکانات زیانمنو سیمو ته لېږدول شوي او د رُخه ولسوالۍ د حصارک سړک، چې په درېیو ځایونو کې د سېلابونو له امله ویجاړ او د ترافیکو پر مخ تړل شوی و، بېرته پاک او ورغول شو. همدارنګه د درې ولسوالۍ د کرمان د چل پاوي بازار په سیمه کې هغه سړک هم ورغول شو چې د عبدالله‌خېلو درې او آبشار ولسوالۍ ترمنځ یې مواصلاتي لار تړلې وه، او اوس د ترافیکو پر مخ بېرته پرانیستل شوې ده. 

همدارنګه د سېلابونو له امله د درې ولسوالۍ د کرمان سیمې په اسکنیاز، پخ بالا او پخ پایین کلیو کې د څښاک اوبو نل‌لیکې زیانمنې شوې وې، چې د پنجشېر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له لوري د ولایت مقام په همکارۍ ترمیم او بېرته فعالې شوې. همدارنګه د نویجه او قلعه‌نو کلیو د اوبو د نل‌لیکو د ترمیم چارې هم په چټکۍ روانې دي.

د پنجشېر ولایت له پېښو سره د مبارزې ولایتي کمېسیون تخنیکي او سروې ټیمونه په زیانمنو سیمو کې د زیانونو د ارزونې، د زیانمنو کورنیو د تثبیت او اړتیاوو د تشخیص چارې پر مخ وړي، ترڅو اغېزمنو کورنیو ته پر وخت لازمې مرستې ورسول شي.

د پنجشېر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ډاډ ورکړی چې د پاکولو، بیارغونې او د زیانمنو کورنیو د ملاتړ چارې به د ستونزو تر بشپړ هواري او عادي وضعیت تر بېرته راګرځېدو پورې دوام ولري.

نېټه:۱۴۴۸/۲/۱۱ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

Latest news

Sun, Sep 13 2026 10:46 AM
Background image

An MoU on Joint Cooperation was Signed Between ANDMA and the Humanitarian Organization for the People of Afghanistan

Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, received Engineer Pamir Safi, Deputy for Projects of the. . .

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .