د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په مرکز کې د اوبو کانال د پاکولو پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارله

rahyab
Sat, Jul 18 2026 12:48 PM
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د لارښوونې پر بنسټ، د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د مرکز اړوند د سیدآباد او حیدرآباد کلیو د اوبو کانال د پاکولو پروژه بشپړه کړه او د سیمې خلکو ته یې د ګټې اخیستنې لپاره وسپارله.

د یادې پروژې په ترڅ کې شاوخوا د ۵ کیلومتره په اوږدوالي د اوبو کانال پاک شو، چې د وروستیو سېلابونو له امله له خټو، شګو او رسوباتو څخه ډک شوی و، چې د اوبو اصلي جریان یې ستونزمن کړی او د سیمې اوسېدونکو ته یې ګڼې ستونزې رامنځته کړې وې. د پروژې له بشپړېدو وروسته د اوبو جریان بېرته عادي شوی او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو او د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره مناسب شرایط برابر شوي دي.

دا پروژه د «د غنمو په بدل کې د کار» پروګرام په چوکاټ کې پلې شوه، چې په ترڅ کې یې ۵۰ کارګرو دغه کانال پاک کړ او د کار په بدل کې هر کارګر ته دوه بورۍ غنم ووېشل شول.

د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلینو د پروژې له ساحې څخه لیدنه وکړه، د کار کیفیت یې د ډاډ وړ وباله او ټینګار یې وکړ چې یاد ریاست به د خلکو د ستونزو د حل او د قدرتي پېښو د خطرونو د کمولو په موخه د ورته وقایوي او انکشافي پروژو پلي کولو ته دوام ورکړي.
 

Latest news

Sun, Sep 13 2026 10:46 AM
Background image

An MoU on Joint Cooperation was Signed Between ANDMA and the Humanitarian Organization for the People of Afghanistan

Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, received Engineer Pamir Safi, Deputy for Projects of the. . .

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .