د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د مرکز په قندهاري تپه علي کلي کې د زیانمن شوي سړک د بیارغونې د پروژې کار پیل کړ

rahyab
Tue, Jul 14 2026 11:47 AM
تصویر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د خلکو د تګ راتګ ستونزو د حل په موخه د یاد ولایت د مرکز قندهاري تپه علي کلي د سړک، چې د وروستیو سېلابونو له امله ویجاړ شوی و، د بیارغونې کار پیل کړ.

په دې پروژه کې د ۶۵ مترو په اوږدوالي، ۸ متره پلنوالي او د ۱ متر په لوړوالي د سړک د بیارغونې کار ترسره کېږي او ۷۰۰ ګبیوني جالونه هم پکې کارول کېږي او د چارو د پلي کولو لپاره یو اسکواټور او د سیمې ۲۰ تنه کاریګر په کار لګول شوي، چې د ګبیوني جالونو د ډکولو، ځای پر ځای کولو او د سړک د استحکام په چارو کې به ونډه اخلي.

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، محترم مولوي شفیق الله جواد وویل، د دې پروژې اساسي موخه د سیمې د خلکو د تګ راتګ ستونزو هوارول او د سېلابونو له امله د زیانمن شوي سړک بېرته رغول دي. نوموړي ټینګار وکړ چې د خلکو د ژوند د اسانتیا، د قدرتي پېښو د اغېزو د کمولو او د عامه زیربناوو د ساتنې لپاره به ورته پروژې په راتلونکې کې هم دوام ومومي.

د سیمې اوسېدونکو د یادې پروژې له پیل څخه خوښي څرګنده کړه او د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له هڅو او خدمتونو څخه یې مننه او قدرداني وکړه. 

Latest news

Sun, Sep 13 2026 10:46 AM
Background image

An MoU on Joint Cooperation was Signed Between ANDMA and the Humanitarian Organization for the People of Afghanistan

Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, received Engineer Pamir Safi, Deputy for Projects of the. . .

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .