د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۸ کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې
د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، هغو ۳۸ کورنیو ته چې کورونه یې د یاد ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله په نیمه او بشپړ ډول ویجاړ شوي وو، له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې د مسؤلینو په شتون کې، ۱۷ کورنیو هرې یوې ته درې بورۍ ۵۰ کیلویي غنم، ۵ کیلو بوره، ۲ تختې توشکې، ۲ تختې کمپلې، ۲ تختې بالښتونه له پوښ سره، ۲ تختې روجایي، ۲ جوړه نارینه جامې، همدارنګه ۲۰ کورنیو هرې یوې ته درې بورۍ ۵۰ کیلویي غنم، ۵ کیلو بوره او ۱ کورنۍ ته ۳ بورۍ ۵۰ کیلويي غنم، ۵ کیلو بوره، ۵ تختې توشکې، ۵ تختې بالښتونه له پوښ سره، ۵ تختې کمپلې، ۵ تختې روجایي، ۵ جوړه نارینه جامې او یو باب خیمه ووېشل شول.
د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه د مرستو پر وخت وېش په پار مننه او قدرداني وکړه.
