د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په ایبک ښار کې د سړک د بیارغونې پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارله

rahyab
Sat, Jul 11 2026 3:33 PM
34

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت د مرکز ایبک ښار اړوند د صوفیان کلي د دره زندان سړک د بیارغونې پروژې کار بشپړ کړ او ګټې اخیستنې ته یې وسپاره.

یاد سړک د وروستیو سېلابونو له امله زیانمن شوی و، چې له امله یې د سیمې د اوسېدونکو د تګ راتګ پر وړاندې ستونزې رامنځته شوې وې. د بیارغونې د چارو له بشپړېدو وروسته، دغه سړک بېرته د ګټې اخیستنې وړ وګرځېد او د خلکو پر مخ پرانیستل شو.

په دې پروژه کې د ۲ کیلومتره په اوږدوالي او ۸ متره پلنوالي د سړک د بیارغونې کار د خوندي تګ راتګ د برابرولو، د مواصلاتي لارو د ښه والي اود سیمې د اوسېدونکو د ستونزو د حل په موخه ترسره شوی دی.

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلینو ټینګار وکړ چې یاد ریاست به تل د خلکو د خدمت، د زیانمنو شویو کسانو د ستونزو د حل او د عامه ګټو د پروژو د پلي کولو په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د سیمې اوسېدونکو هم د دې پروژې له بشپړېدو څخه خوښي څرګنده کړه او د خلکو د ستونزو د حل په موخه یې د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له پاملرنې څخه مننه وکړه.
 

Latest news

Sun, Sep 13 2026 10:46 AM
Background image

An MoU on Joint Cooperation was Signed Between ANDMA and the Humanitarian Organization for the People of Afghanistan

Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, received Engineer Pamir Safi, Deputy for Projects of the. . .

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .