د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۴۰۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې
د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د اړوندو ادارو په همغږۍ، هغو ۲۴۰۰ کورنیو ته چې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله په قسمي ډول زیانمنې شوې وې، خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې له سروې وروسته د مسؤلینو په شتون، هرې کورنۍ ته یوه بورۍ ۵۰ کیلویي غنم، ۳ کیلو بوره، د حفظ الصحې یوه بسته، یو څراغ او یو سطل ووېشل شول.
د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلینو ټینګار وکړ چې د زیانمنو شویو کورنیو د اړتیاوو د ارزونې بهیر روان دی، او د همکارو بنسټونو په همغږۍ به د مرستو وېش د زیانمنو کورنیو د اړتیاوو له مخې دوام ومومي.
