د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹۱ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې
د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د کرنې ریاست، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یکاولنګ نمبر ۱ ولسوالۍ د کلیو د چارو مدیریت او د استخباراتو د استازي په ګډون د یوه ګډ پلاوي په شتون کې، د زارین، درعلي او محمدشرف کلیو ۹۱ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
د ترسره شوې سروې له مخې، هرې کورنۍ ته یوه بورۍ ۵۰ کیلویي غنم، ۵ کیلو بوره او د جامو یو کیټ ووېشل شو. مسؤلینو ټینګار وکړ چې د قدرتي پېښو له امله زیانمنو شویو کورنیو ته د رسېدنې بهیر به د اړتیاوو د ارزونې پر بنسټ دوام ولري.
له مرستو برخه منو کورنیو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له همکارۍ او پر وخت د رسېدنې په پار مننه او قدرداني وکړه.
