د میدان وردګ ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې د یوه کاریز د پاکولو چارې پیل شوې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دغه ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د ممل کلي کې د یوه کاریز د پاکولو چارې رسمآ پیل کړې.
یاد کاریز د تېرو سیلابونو له امله په بشپړه توګه له خټو، شګو او نورو رسوباتو ډک شوی و، چې له امله یې د سیمې د اوسېدونکو د اوبو د ترلاسه کولو او کرنیزو چارو په برخه کې ستونزې رامنځته شوې وې. د خلکو د ستونزو د هواري په موخه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له لوري ۱۰ تنه کارګران د خوراکي توکو په بدل کې په کار ګمارل شوي، څو یاد کاریز په بشپړه توګه پاک او بېرته د ګټې اخیستنې وړ وګرځول شي.
د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، مولوي احمد شاه ذهین، د دغه ولایت اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ چې د قدرتي پېښو له امله د زیانمنو شویو ویالو، کاریزونو او وقایوي پروژو د بیارغونې او رغونې په برخه کې به په راتلونکې کې هم لازم او اغېزمن اقدامات ترسره شي.
