د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په ارغستان ولسوالۍ کې د لوړ خطر لرونکو سیمو سروې وکړه

rahyab
Tue, Jul 07 2026 12:41 PM
image

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست یو تخنیکي ټیم، د ارغستان ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د اړینو وقایوي پروژو پلي کولو د اړتیاوو ارزونې په موخه د قدرتي پېښو پر وړاندې د لوړ خطر لرونکو څلورو سیمو تخنیکي سروې وکړه.

د سروې په پایله کې د ارغستان ولسوالۍ د چغنیانو سیمې د لارې د بیارغونې، د شین څاه د مانده د پاکولو او د کوبات‌خیلو د چک‌ډیم د پاکولو پروژې د پلي کېدو لپاره تثبیت شوې. همدارنګه، د لوړې علاقې د لارې پروژه، چې د لګښت اندازه یې له ۱۰۰ میلیونه افغانیو څخه زیاته اټکل شوې، د عملي کېدو په موخه اړوندو ادارو ته د منظورۍ او ملاتړ لپاره وړاندیز شوه.

د دغې تخنیکي سروې اساسي موخه د قدرتي پېښو د خطرونو کمول، د سیلابي لارو او ویالو پاکول، د وچکالۍ د اغېزو د راکمولو لپاره د اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لوړول او د سیمې د اوسېدونکو لپاره د خوندي او اسانه تګ راتګ زمینه برابرول دي.

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست وایي، چې د قدرتي پېښو د خطرونو کمولو او د خلکو د ژوند، شتمنیو او عامه زیربناوو د خوندیتوب لپاره به د تخنیکي سروېګانو، وقایوي پروژو او بنسټیزو اقداماتو لړۍ د اړوندو ادارو او ځایي خلکو په همکارۍ دوام ولري.
 

Latest news

Sun, Sep 13 2026 10:46 AM
Background image

An MoU on Joint Cooperation was Signed Between ANDMA and the Humanitarian Organization for the People of Afghanistan

Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, received Engineer Pamir Safi, Deputy for Projects of the. . .

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .