د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په شیګل ولسوالۍ کې د مانده او سېلابي لارې د پاکولو او د ډبرو دېوال جوړولو پروژه بشپړه کړه او ګټې اخیستنې ته یې وسپارله

rahyab
Mon, Jul 06 2026 9:14 AM
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د لارښوونې پر بنسټ د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د شیګل ولسوالۍ د لچي کلي د مانده او سېلابي لارې د پاکولو او د ډبرو دېوال جوړولو پروژه په بریالیتوب سره بشپړه کړه او ګټې اخیستنې ته یې وسپارله.

د پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلینو، د شیګل ولسوالۍ استازو، قومي مشرانو، سپین ږیرو او ځوانانو ګډون کړی و. ګډونوالو یاده پروژه د سېلابونو د خطرونو د کمولو، د اوبو د منظم مدیریت، او د استوګنیزو سیمو، کرنیزو ځمکو او عامه شتمنیو د خوندیتوب لپاره یو مهم او اغېزناک ګام وباله.

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلینو وویل، چې په دې پروژه کې د لچي کلي مانده او سېلابي لاره له خټو، شګو او ډبرو څخه پاکه شوې او د همدغه مانده او سېلابي لارې په اوږدو کې د ۶۶۰ متره په اوږدوالي، ۴ متره پلنوالي او د ۲.۵ متره په ژوروالي د ډبرو دېوال جوړ شوی، چې د پروژې ټولیز لګښت دوه لکه او دېرش (۲۳۰۰۰۰) افغانۍ کېږي.

ورته مهال، د لچي کلي اوسېدونکو د دې پروژې عملي کېدل د سیمې د عامه زیربناوو، کرنیزو ځمکو او استوګنیزو کورونو د ساتنې لپاره ارزښتناک ګام وباله او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د مشرتابه او د کونړ ولایت د پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه یې د دوامداره هڅو او خدمتونو له امله مننه او قدرداني وکړه.

Latest news

Sun, Sep 13 2026 10:46 AM
Background image

An MoU on Joint Cooperation was Signed Between ANDMA and the Humanitarian Organization for the People of Afghanistan

Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, received Engineer Pamir Safi, Deputy for Projects of the. . .

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .