له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د اکشناېډ مؤسسې ترمنځ د دوه نوي زره او څلور څلوېښت (۹۲,۰۴۴) ډالرو په ټولیز ارزښټ د ګډو همکاریو تفاهمنامه لاسلیک شوه
نن یکشنبه له غرمې مخکې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په خپل کاري دفتر کې د اکشناېډ مؤسسې له رئیس، سری کانتا میسرا، سره وکتل او د ګډو همکاریو تفاهمنامه یې ورسره لاسلیک کړه.
په دې ناسته کې محترم ترابي صاحب د اکشناېډ مؤسسې له دوامدارو همکاریو مننه وکړه او د پروژو پر پر وخت او اغېزناک پلي کولو، له ادارې سره پر نږدې همغږۍ، د شفافیت او ځواب وینې پر اصولو رعایت او د اداري لګښتونو پر لا کمولو ټینګار وکړ. نوموړي زیاته کړه چې بشري مرستې باید تر ډېره بریده مستقیم د پېښو له امله زیانمنو کسانو ته د خدمتونو او اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې ولګول شي.
همدارنګه، د اکشناېډ مؤسسې رئیس، سری کانتا میسرا، د روانې پروژې، د پوښښ سیمو، د فعالیتونو د پلي کولو څرنګوالي او د پروژې ترسره کولو د مهالوېش په اړه معلومات وړاندې کړل او د پروژې د لومړنیو پړاوونو د پرمختګ راپور یې شریک کړ.
په پای کې، د دواړو لورو ترمنځ د دوه نوي زره او څلور څلوېښت (۹۲,۰۴۴) ډالرو په ټولیز ارزښټ د ګډو همکاریو تفاهمنامه لاسلیک شوه، چې له مخې به یې یاده مؤسسه په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې درې د اضطراري حالت کمېټې جوړې کړي او هغوی به په اړینو وسایلو سمبال کړي. همدارنګه د ننګرهار ولایت په درهنور ولسوالۍ او د کونړ ولایت په نورګل ولسوالۍ کې د پېښو له امله زیانمنو شویو ۱۳۸۳ کورنیو هرې یوې ته به د ۱۹ قلمه توکو څخه جوړ د حفظ الصحې یوه بسته ووېشل شي او د ۴۰ کورنیو هرې یوې لپاره د اوبو د تصفیې ټابلیټونو او د کولرا د وقایې بستې په پام کې نیول شوې دي.
