د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په دهسبز ولسوالۍ کې د دوو کاریزونو پاکولو له کار څخه څارنه وکړه
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دهسبز ولسوالۍ د کوټو او آبدرې په کلیو کې د دوو کاریزونو پاکولو د پروژې له روانو چارو څخه چې د یاد ریاست په مالي لګښت پیل شوې دی، څارنه وکړه.
د دې څارنې پر بنسټ، د پروژې د چارو ډېره برخه بشپړه شوې او د پاتې برخو عملي چارې هم په منظم ډول روانې دي. یاده پروژه د سیمې د اوسېدونکو له لوري په ورځني ډول عملي کېږي او د «کار په بدل کې خوراکي توکو» پروګرام له مخې، ۲۶ تنو کاریګرو ته د ترسره شوي کار په بدل کې خوراکي توکي وېشل کېږي.
د دغو دوو کاریزونو د پاکولو په بشپړېدو سره به ګڼ شمېر استوګنیز کورونه او کرنیزې ځمکې له احتمالي خطرونو څخه خوندي شي. همدارنګه، دغه پروژه به د ځمکې لاندې د اوبو د سرچینو په پیاوړتیا او د څو چینو د اوبو په زیاتوالي کې اغېزناک رول ولوبوي. د دواړو کاریزونو ټولیز اوږدوالی له یو کیلومتر څخه زیات دی.
د سیمې اوسېدونکو هم د دغې پروژې د پرمختګ له بهیر څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې د پروژې په بشپړېدو سره به د اوبو د مدیریت او د کرنیزو ځمکو د ساتنې په برخه کې د دوی ګڼې پخوانۍ ستونزې هوارې شي.
