د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۳ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې
د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په غورماچ او بالامرغاب ولسوالیو کې د سېلابونو او اورلګېدنې له امله ۸۳ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې له سروې وروسته هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، دوه بورۍ ۵۰ کیلویي غنم او یوې کورنۍ ته چې کور یې په بشپړ ډول ویجاړ شوی و، د یادو خوراکي توکو سربېره یو باب خیمه هم ووېشل شوه.
