د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۵۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست هغو ۳۵۰ زیانمنو او مستحقو کورنیو ته، چې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله یې د استوګنې کورونه زیانمن شوي وو، خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې پروګرام کې، د مسئولینو په شتون کې، هرې زیانمنې کورنۍ ته ۱۴۷ کیلو غنم او ٥ لېټره غوړي او همدارنګه، هرې مستحقې کورنۍ ته ۹۸ کیلو غنم او ٥ لېټره غوړي ووېشل شول.
د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، شیخ مولوي عبدالحمید متوکل، وویل چې دغه مرستې د ریاست له امکاناتو څخه برابرې شوې دي او د زیانمنو او مستحقو کورنیو له دقیقې پېژندنې او ارزونې وروسته ورته ووېشل شوې.
په همدې حال کې، د دغو مرستو یو شمېر ترلاسه کوونکو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له مسئولینو څخه مننه وکړه او له مرکزي ادارې یې وغوښتل چې د تخار ولایت له زیانمنو کورنیو سره د ملاتړ دا ډول پروګرامونه دوام ومومي.
