د کابل ولایت په ده‌سبز ولسوالۍ کې د یوه چکډیم د جوړولو کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

rahyab
Tue, Jun 30 2026 3:20 PM
تصویر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د انټرساس مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه‌لیک پر بنسټ، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یادې مؤسسې په مالي لګښت، د ده‌سبز ولسوالۍ د خاص ده‌سبز په کلي کې د یوه چکډیم د جوړولو کار بشپړ کړ او رسمآ یې ګټې اخیستنې ته وسپاره.

یاد چکډیم ۶۰ متره اوږدوالی، له ۴ څخه تر ۵ مترو لوړوالی او ۲۰ متره پلنوالی لري. ټاکل شوې ده چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د سېلابونو له ګواښ څخه ګڼ شمېر استوګنیز کورونه او کرنیزې ځمکې خوندي شي.

 سربېره پر دې، دغه چکډیم به د ځمکې لاندې د اوبو د سرچینو په پیاوړتیا، د څو چینو د اوبو په زیاتوالي او د سیمې د اوبو د زېرمو په ښه مدیریت کې مهم رول ولوبوي.

د مسئولینو په وینا، د یاد چکډیم د جوړولو چارې د سیمې د اوسېدونکو له لوري د ورځني کار په بڼه پرمخ وړل کېدې، چې د پروژې په جریان کې ۶۰ تنو کاریګرو ته د کار زمینه برابره شوې وه. 

دغه چاره نه یوازې د وقایوي اقداماتو په پلي کېدو کې اغېزناکه وه، بلکې د سیمې د خلکو د اقتصادي وضعیت په ښه والي کې یې هم مرسته کړې ده.

د سیمې اوسېدونکو د یاد چکډیم له بشپړېدو څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې د دې پروژې په پلي کېدو سره به د دوی ګڼې ستونزې هوارې شي او د سېلابونو له خطرونو څخه به د هغوی ځان او مال خوندي پاتې شي.
 

Latest news

Sun, Sep 13 2026 10:46 AM
Background image

An MoU on Joint Cooperation was Signed Between ANDMA and the Humanitarian Organization for the People of Afghanistan

Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, received Engineer Pamir Safi, Deputy for Projects of the. . .

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .