د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې د قدرتي پېښو د خطرونو کمولو پنځه پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

rahyab
Tue, Jun 30 2026 2:48 PM
تصویر

د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د پراختیا او همکارۍ مؤسسې په همغږۍ او د PREPARA پروژې په ملاتړ، د انجیل ولسوالۍ په یو شمېر کلیو کې د قدرتي پېښو د خطرونو کمولو پنځه مهمې پروژې بشپړې کړې او ګټې اخیستنې ته یې وسپارلې.

دغه پروژې د خطرونو د ارزونې او د ټولنې د عملیاتي پلان د پایلو پر بنسټ، د قدرتي پېښو پر وړاندې د زیانمنتیا د کچې د کمولو، د عامه زیربناوو د پیاوړتیا، د سیمه‌ییزو ټولنو د زغم د لوړولو او د کار په بدل کې نغدي پیسې پروګرام له لارې د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په موخه پلې شوې دي.

 د پروژو د پلي کېدو پر مهال، د ټاکل شویو معیارونو له مخې کارګرانو ته د مزد ورکولو سربېره، د خوندیتوب روزنې، د محافظتي تجهیزاتو وېش، د پروژو د ساتنې او پالنې کمېټو جوړول او دغو کمېټو ته د اړینو تجهیزاتو سپارل هم ترسره شوي دي.

د دی پروګرام په چوکاټ کې، د جلال‌آباد په کلي کې د ۱۷۰ متره په اوږدوالي یو د اوبو لګولو کانال جوړ شوی، چې د شاوخوا ۴۵۰ جریبه کرنیزې ځمکې د اغېزناکه خړوبولو زمینه یې برابره کړې او په ورته وخت کې ۱۳۰ استوګنیز کورونه د سېلابونو له ګواښ څخه خوندي کوي.

همدارنګه، د خیردوزان په کلي کې د اوبو د تېرېدو د ظرفیت د لوړولو او د استوګنیزو کورونو او کرنیزو ځمکو پر لور د سېلابي اوبو د تګ د مخنیوي په موخه، څلور پلچکونه جوړ شوي، چې د موسمي بارانونو او سېلابونو له امله د رامنځته کېدونکو خطرونو په کمولو کې به مهم رول ولوبوي.

په قلعه قاضي کلي کې هم پر ۱۷۰۰ متره سړک جغل‌ واچول او هوار شوی، د سړک دواړو غاړو ته ویالې کیندل شوې او دوه عامه پلچکونه جوړ شوي دي. 

د دغې پروژې په بشپړېدو سره، شاوخوا ۳۰۰ کورنیو ته د عمومي سړک، روغتیايي مرکزونو، ښوونیزو مرکزونو او بازارونو پر لور خوندي او اسانه لاسرسی برابر شوی دی.

د څښاک د اوبو د برابرولو په برخه کې، د مزرعه کلي د اوبو رسولو سیستم، چې د تخنیکي ستونزو له امله له فعالیت څخه پاتې و، د لمریز سیسټم او نویو تجهیزاتو په نصبولو سره په اساسي ډول ترمیم شو، چې له امله یې ۱۳۰ کورنیو ته بېرته د پاکو او صحي اوبو د لاسرسي زمینه برابره شوه.

همدارنګه، د پاشدان بند د اصلي کانال په لاره کې د سېلابونو د زیانونو د مخنیوي په موخه، د رسالت په کلي کې د ۳۵ مترو په اوږدوالي استنادي دېوال جوړ او موجود سربند هم په اساسي ډول ترمیم شو. دغه پروژه ۱۷۰ استوګنیز کورونه او شاوخوا ۶۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه د ناڅاپي سېلابونو پر وړاندې خوندي کوي او همدارنګه ۵۰۰ جریبه کرنیزې ځمکې ته د اوبو لېږد هم اسانه کوي.

د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د خطرونو د کمولو پروژو د پلي کېدو پر دوام ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې یاد ریاست ژمن دی څو د همکارو بنسټونو په همکارۍ، د خلکو د سر او مال د ساتنې، د مقاومو زیربناوو د پیاوړتیا، د ټولنو د زیانمننې د کچې د کمولو او د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي د زیاتوالي په موخه، اغېزمن او دوامداره اقدامات ترسره کړي.
 

Latest news

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

Wed, Jul 29 2026 2:16 PM
Background image

The Director General of ANDMA Visited the Flood-Affected Areas of Parwan Province

Today, on Tuesday, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, after visiting Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .