د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د اوبو د کاروونکو د کمېټو د روزنیز پروګرام او کاري تجهیزاتو د وېش له بهیر څخه څارنه وکړه

rahyab
Tue, Jun 30 2026 12:25 PM
news image

د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د ماشومانو د ملاتړ نړیوالې مؤسسې (Save the Children) له لوري د اوبو د سرچینو د مدیریت د ښه والي او د وچکالۍ د اغېزو د کمولو پروژې په چوکاټ کې، د روزنیز پروګرام او کاري تجهیزاتو د وېش له بهیر څخه څارنه ترسره کړه.

دغه څلور ورځنی روزنیز پروګرام د اوبو د کاروونکو د کمېټو د غړو د ظرفیت لوړولو په موخه، د اوبو د سرچینو د ترمیم، ساتنې او پالنې په برخو کې د جلال‌آباد، نکرآباد، چهارشنبې، ینګي اریغ او چوباش کلان کلیو کې ترسره شو، چې د اوو کمېټو غړو په کې نظري او عملي زده کړې ترلاسه کړې.

د پروګرام په پای کې، د شپږو کلیو د اوبو د کاروونکو اتو کمېټو ته، ټولټال ۵۶ قلمه کاري تجهیزات، چې برقي وسایل، د نل‌لیکې او ساختماني چارو اړوند وسایل په کې شامل وو، ووېشل شول، څو د اوبو د تاسیساتو د ترمیم او ساتنې په چارو کې ترې ګټه واخیستل شي.

د روزنیز پروګرام د ترسره کېدو او د تجهیزاتو د وېش بهیر د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له لوري هر اړخیز وڅارل شو. ارزونو وښودله چې تجهیزات د پروژې له پلان سره سم او په بشپړه روڼتیا مستحقینو ته وېشل شوي او روزنیز پروګرام هم په منظم او اغېزمن ډول ترسره شوی دی.

دغه پروګرام د سیمه‌ییزو ټولنو د ظرفیت لوړولو، د اوبو د سرچینو د مدیریت د ښه والي او د وچکالۍ د اغېزو پر وړاندې د چمتووالي د زیاتوالي په برخه کې یو مهم ګام بلل کېږي.

Latest news

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

Wed, Jul 29 2026 2:16 PM
Background image

The Director General of ANDMA Visited the Flood-Affected Areas of Parwan Province

Today, on Tuesday, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, after visiting Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

Tue, Jul 28 2026 10:15 AM
Background image

The General Director of ANDMA Visited Flood-Affected Areas in Kapisa Province

Today, on Tuesday, following his visits to Maidan Wardak and Logar provinces, the General Director of ANDMA, the respected Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, together with the Director of. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .