د کونړ ولایت په نورګل ولسوالۍ کې د استنادي دیوالونو د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي

rahyab
Mon, Jun 29 2026 3:24 PM
news image

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له لوري د DACAAR موسسې په تخنیکي همکارۍ او د OCHA موسسې په مالي ملاتړ، د نورګل ولسوالۍ په عمراباد او شاه‌نور کلیو کې د استنادي دیوالونو د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.

په دې پروژو کې له ۱۳ څخه تر ۱۷ مترو په اوږدوالي استنادي دیوالونه جوړېږي، چې موخه یې د سېلابونو د خطرونو کمولو دی، ټاکل شوې ده چې د دغو پروژو چارې به په نږدې راتلونکي کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د دغو پروژو د پلي کېدو سره به د "کار په بدل کې نغدي مرستې" پروګرام هم عملي شي، چې له مخې یې د سیمې اوسېدونکو ته د ترسره شوي کار په بدل کې نغدي پیسې ورکول کېږي. دغه چاره نه یوازې د خلکو د اقتصادي وضعیت په ښه والي کې مرسته کوي، بلکې د سیمې اوسېدونکو ته د کار زمینه هم برابروي.

ټاکل شوې ده چې د دغو استنادي دیوالونو په بشپړېدو سره به په عمراباد او شاه‌نور کلیو کې د سلګونو جریبو کرنیزې ځمکې، لسګونه استوګنیز کورونه او د اوبو لګولو کانالونه د وېجاړېدو او پرې کېدو له ګواښ څخه خوندي شي.

د سیمې اوسېدونکو د دغو وقایوي پروژو هرکلی کړی او دا یې د خلکو د خوندیتوب او هوساینې لپاره یو مهم او اغېزناک ګام بللی دی. هغوی همداراز د کونړ ولایت د پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او  د همکارو موسسو له دوامداره خدمتونو څخه مننه او قدرداني کړې ده.

Latest news

Sun, Sep 13 2026 10:46 AM
Background image

An MoU on Joint Cooperation was Signed Between ANDMA and the Humanitarian Organization for the People of Afghanistan

Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, received Engineer Pamir Safi, Deputy for Projects of the. . .

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .