د فراه ولایت په شیب‌کوه ولسوالۍ کې د سېلاب د خطرونو کمولو په موخه د خوړ جوړولو پروژه پرانیستل شوه

rahyab
Sat, Jun 27 2026 12:06 PM
news image

د فراه ولایت د شیب‌کوه ولسوالۍ په دورجو کلي کې د خوړ د جوړولو پروژه، د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د مسئولینو، د سیمه‌ییزو چارواکو او د سیمې د اوسېدونکو په شتون کې په رسمي توګه پرانیستل شوه. 

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسئولین وایي، چې دغه پروژه د سېلابونو له امله د رامنځته کېدونکو خطرونو د کمولو، د کرنیزو ځمکو د ساتنې او د زیان‌منونکو سیمو د خوندیتوب په موخه پلي کېږي.

د معلوماتو له مخې، یاد سېلابي کانال ۱۸۰۰ متره اوږدوالی، پنځه متره پلنوالی او د ځمکې له سطحې څخه یو متر ژوروالی لري، چې د خاورین بند لوړوالی یې درې متره دی. د دې پروژې ټولیز لګښت څلور لکه او پنځوس زره (۴۵۰,۰۰۰) افغانۍ دی، چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې له لوري تمویلېږي.

مسئولین زیاتوي، چې د دغې پروژې له بشپړېدو وروسته به شاوخوا ۱۲ زره جریبه کرنیزه ځمکه د سېلابونو له ګواښ څخه خوندي شي. همدارنګه، د دورجو، کاریزبوکې، دورجوی کلان او جنک‌زي کلي به د موسمي سېلابونو له ګواښونو څخه خوندي پاتې شي او په دغو سیمو کې به د طبیعي پېښو له امله د اوښتونکو زیانونو کچه راټیټه شي.

د سیمې اوسېدونکو د دې پروژې له پیل څخه هرکلی وکړ او دا یې د کرنیزو ځمکو، استوګنیزو کورونو د ساتنې او د طبیعي پېښو پر وړاندې د لا زیات خوندیتوب په برخه کې یو اغېزناک ګام وباله.

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ټینګار کوي، چې په زیان‌منو سیمو کې د وقایوي پروژو پلي کول د طبیعي پېښو د خطرونو په کمولو، د خلکو د شتمنیو په ساتنه او د کورنیو د معیشت په ملاتړ کې مهم رول لري.

Latest news

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

Wed, Jul 29 2026 2:16 PM
Background image

The Director General of ANDMA Visited the Flood-Affected Areas of Parwan Province

Today, on Tuesday, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, after visiting Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

Tue, Jul 28 2026 10:15 AM
Background image

The General Director of ANDMA Visited Flood-Affected Areas in Kapisa Province

Today, on Tuesday, following his visits to Maidan Wardak and Logar provinces, the General Director of ANDMA, the respected Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, together with the Director of. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .