د پروان ولایت په شیخ علي ولسوالۍ کې د فرعي سړک د پاکولو چارې بشپړې شوې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د مقام په لارښوونه، د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د شیخ علي ولسوالۍ د ترویج درې فرعي سړک د پاکولو او بېرته فعالولو چارې بشپړې کړې.
یاد سړک د وروستیو قدرتي پېښو له امله د رسوباتو او د غره ښویېدنې له امله په ځینو برخو کې زیانمن شوی او د خلکو د تګ راتګ کې یې ستونزې رامنځته کړې وې. د ستونزې د حل په موخه د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست تخنیکي ټیمونو، د اړوندو مسؤلینو په همغږۍ او د درنې ماشینرۍ په کارولو سره د سړک د پاکولو او پرانیستلو چارې ترسره کړې.
د دغو عملیاتو په پایله کې سړک له خنډونو او رسوباتو پاک شو او د سیمې د اوسېدونکو پر مخ بېرته د تګ راتګ لپاره پرانیستل شو، چې له امله یې د خلکو د تګ راتګ اسانتیاوې بېرته برابرې شوې او د احتمالي ستونزو او محدودیتونو مخه ونیول شوه.
د سیمې اوسېدونکو د یاد سړک د پاکولو له امله د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه مننه وکړه او دغه اقدام یې د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې مهم وباله. هغوی همداراز د قدرتي پېښو د زیانونو د مخنیوي او د عامه زیربناوو د ساتنې په موخه د لا زیاتو ورته پروژو د پلي کېدو غوښتنه وکړه.
د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ډاډ ورکړی چې د خلکو د ځان، مال او عامه شتمنیو د خوندیتوب په موخه به د قدرتي پېښو د خطرونو د کمولو، زیانمنو سیمو د رغولو او د عامه لارو د پرانیستې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
نېټه:۱۴۴۸/۱/۰۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
