د ارزګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د خاص ارزګان ولسوالۍ او د زابل د خاک افغان ولسوالۍ تر منځ د سړک جوړېدو له کارونو څخه لیدنه او څارنه وکړه  

tamim_azimi
Sat, Jun 20 2026 2:47 PM
تصویر

د ارزګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د خاص ارزګان ولسوالۍ او د زابل ولایت د خاک افغان ولسوالۍ ترمنځ د سړک جوړولو له روانو چارو څخه لیدنه او څارنه وکړه. د سړک جوړولو دا پروژه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې له بودجې څخه د دوولس میلیونه (۱۲,۰۰۰,۰۰۰) افغانیو په لګښت د ۲۵ کیلومتره په اوږدوالي او ۶ متره په پلنوالي سره پلي کېږي.

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د مسؤلینو په وینا، د سړک جوړولو چارې له ټاکل شوي پلان او تخنیکي معیارونو سره سم په منظم ډول روانې دي او په نږدې راتلونکې کې به بشپړې او د خلکو ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

دا سړک به د ارزګان او زابل ولایتونو د اوسېدونکو ترمنځ د تګ راتګ اسانتیاوې زیاتې کړي، سوداګریزې اړیکې به پیاوړې کړي او روغتیايي، ټرانسپورټي او نورو عامه خدمتونو ته به د خلکو لاسرسی هم آسانه شي. همدارنګه د دې پروژې بشپړېدل به د سیمې په اقتصادي او ټولنیز پرمختګ کې مهم رول ولوبوي.

د سیمې اوسېدونکو د یادې پروژې له پلي کېدو خوښي څرګنده کړې او له اړوندو ادارو یې غوښتي چې د سړک جوړولو ترڅنګ نورې پرمختیايي او عامه ګټې پروژې هم په سیمه کې پلي کړي، ترڅو د خلکو د ژوند شرایط لا ښه شي.

نېټه: ۱۴۴۸/۱/۰۴ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

Latest news

Wed, May 13 2026 3:19 PM
Background image

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority Met with Uzbekistan’s Ambassador to Afghanistan

Today On Wednesday morning, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with H.E. Aybek Usmanov, the. . .

Tue, May 05 2026 4:58 PM
Background image

The General Director of ANDMA Participates and Delivers Speech in the Introduction, Analysis and Explanation Program of the 2025–2029 Strategic Plan

Today in morning, on Tuesday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, participated and delivered a. . .

Wed, Apr 29 2026 10:16 AM
Background image

Deputy for Coordination of Disaster Affairs Oversees the Demolition of 12 Boulder Masses Posing Landslide Risks in Kapisa

His Excellency Alhaj Mullah Abdul Wali Saranwal (Haji Waris), the Deputy for Coordination of Disaster Affairs at Afghanistan National Disaster Management Authority, along with His. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .