د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۸۰ زده کوونکو ته ښوونیز او تفریحي وسایل ووېشل
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د وارچایلډ انګلستان موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دې ولایت د خواجه دو کوه ولسوالۍ په عرب قرلق او ایتي اورغ کلیو کې د ښوونځي زده کوونکو ته ښوونیز او تفریحي وسایل ووېشل.
په دې بهیر کې د مسؤلینو په شتون کې هر زده کوونکي ته ۱۱ قلمه ښوونیز او ۸ قلمه تفریحي وسایل ووېشل شول.
د دې اقدام موخه د زدهکړو له بهیر څخه ملاتړ، د مناسب تعلیمي چاپېریال رامنځته کول او د ماشومانو د روحیې پیاوړتیا ده.
نېټه:۱۴۴۸/۱/۰۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
