د پېښو چارو د انسجام معين په شتون کې د کابل ښار د دویمې ناحيې اړوند د بهارستان لوړ غره په سیمه کې د ښویېدو له خطر سره د مخ ډبرو سروې وشوه

rahyab
Mon, Jun 15 2026 4:02 PM
234

نن ورځ د دو شنبې په سهار د ۲۹/۱۲/۱۴۴۷ هـ.ق نېټه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د پېښو چارو د انسجام معين، محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث)، د خطر د مخنیوي او کمولو رئيس، محترم حاجي اختر محمد خادم، د کابل ولايت پېښو ته د رسېدنې آمر، مولوي حنيف همدرد او يو تخنيکي، مسلکي او تجربه لرونکي ټيم، چې د څېړنې او مطالعاتو آمر، مجتبی افضلي، د پېښو د تحليل او ارزونې کارپوه، انجنير الله داد قرلق، د پېښو د خطرونو او اغېزو د مخنيوي او کمولو کارپوه، انجنير جلال‌الدين جمالي، د عامه پوهاوي کارپوه، انجنير صابر احمد ملک‌زاده، د عامه پوهاوي د ويډيويي کليپونو عمومي مدير، عطا محمد معمارزاده او د ټولنیزو پاڼو مدیر، عتیق الله مستعار پکې شامل وو، د کابل ښار د دویمې ناحيې، اووم سړک، دویم ګذر اړوند د بهارستان لوړ غره سیمې ته ولاړل او د هغو ډبرو سروې یې وکړه، چې د خلکو ژوند يې له ګواښ سره مخ کړی و.

د پېښو چارو د انسجام معين د سيمې له اوسېدونکو سره د کتنې پر مهال د هغو ډبرو د ویجاړولو د بهير په اړه خبرې وکړې چې د کابل ښار او نورو ولايتونو کې د خلکو ژوند ته ګواښ پېښوي. نوموړي مسؤلينو ته لارښوونه وکړه چې د دغو ډبرو د ویجاړولو پر مهال دې هڅه وکړي څو د سيمې اوسېدونکو ته کوم زيان ونه رسېږي، او همداراز يې خلک د يادې پروسې له کارکوونکو سره همکارۍ ته وهڅول.

همدارنګه، د خطر د مخنیوي او کمولو رئیس، حاجي اختر محمد خادم د يادې پروژې په اړه معلومات وړاندې کړل او ويې ويل، چې موږ نن د يو مسلکي، تخنيکي او تجربه لرونکي ټيم په ملتيا او د پېښو چارو د انسجام معين په مشرۍ دې سيمې ته راغلي يو، څو د هغو ډبرو له ګواښ څخه د سيمې د خوندي کولو بهير پيل کړو چې د خلکو ژوند ته خطر پېښوي. نوموړي زياته کړه، هر هغه ځای کې چې دا ډول خطرونه موجود وي، موږ د هغو د له منځه وړلو لپاره بشپړ چمتووالی لرو. 

د یادونې وړ ده، چې نن ورځ په دې سیمه کې د ۳۴ ډبرو سروې وشوه او ډېر ژر به د دغو ډبرو د وېجاړولو کار پیل شي.

په همدې حال کې، د دغو سیمو اوسېدونکو وویل چې د استوګنې ګڼ شمېر کورونه او نور عامه تاسیسات د دغو ډبرو له جدي ګواښ سره مخ وو، خو اوس د هغوی د خوندي کولو بهیر پیل شوی چې د خلکو له لوري یې هرکلی او ستاینه شوې ده.

د یادونې وړ ده چې د دې ډول ډبرو د ویجاړولو بهیر په کابل ښار او د هېواد په نورو ولایتونو کې په منظم، پلان شوي او تنظیم شوي ډول دوام لري، ګران هېوادوال دې خبر وي.

نېټه:۱۴۴۷/۱۲/۲۹ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

Latest news

Sun, Sep 13 2026 10:46 AM
Background image

An MoU on Joint Cooperation was Signed Between ANDMA and the Humanitarian Organization for the People of Afghanistan

Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, received Engineer Pamir Safi, Deputy for Projects of the. . .

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .