د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۰۳ سېلاب ځپلو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د NRC موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دغه ولایت اړوند ۱۰۳ کورنیو ته چې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنې شوې وې، نغدي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې تر سرې وروسته هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۲۱,۷۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې د نغدو مرستو ټولیزه اندازه دوه میلیونه او دوه لکه او پنځه دېرش زره او سل (۲,۲۳۵,۱۰۰) افغانۍ کېږي.
د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلینو وویل، چې د زیانمنو او مستحقو کورنیو څخه د ملاتړ او د هغوی لپاره د مرستو برابرولو په برخه کې به خپلې هڅې دوامداره وساتي.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۲/۲۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
