د پنجشېر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د عامه المنفعه پروژو کارګرو او د درې شهیدانو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې
د پنجشېر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د خپلو مرستندویه پروګرامونو په دوام، د دغه ولایت د رخه او پریان ولسوالیو او مرکز کې د عامه المنفعه پروژو کارګرو او په سیند کې د ډوبېدو له امله د درې شهیدانو کورنیو په ګډون ۲۰ کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې، له سروې وروسته او د مسؤلینو په شتون کې، د عامه المنفعه پروژو ۲۰ کارګرو کورنیو هرې یوې ته یوه بورۍ غنم او همدارنګه په سیند کې د ډوبېدو له امله د درې شهیدانو کورنیو هرې یوې ته دوه بورۍ غنم، یو پایه چپرکټ، یوه روغتیایي بسته، یوه د جامو بسته او پنځه کیلو بوره ووېشل شوه.
د پنجشېر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلینو ټینګار وکړ چې د زیانمنو، اړمنو او د پېښو له امله اغېزمنو کورنیو ملاتړ د دغه ریاست له لومړیتوبونو څخه دی او د شته امکاناتو په چوکاټ کې به د مرستو رسولو بهیر به دوام لري.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۲/۲۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
