د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په خاک‌جبار ولسوالۍ کې د پېښو د خطرونو کمولو د پروژو پلي کولو لپاره د پېښو له خطر سره د مخ سیمو سروې وکړه

rahyab
Wed, Jun 10 2026 10:18 AM
photo

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست یو پلاوی، چې د کابل ولایت مقام استازی، د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست استازی پکې شامل وو او د خاک‌جبار ولسوالۍ د ولسوال په همغږۍ د یادې ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د پېښو د خطر د کمولو پروژو د پلي کولو په موخه تخنیکي سروې وکړه. 

دغه سروې د خاک‌جبار ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې د استنادي او ګبیوني دېوالونو جوړولو، د کاریزونو پاکولو، د خاورینو چکډېمونو جوړولو او نورو عامه ګټو پروژو د پلي کولو په موخه د مناسبو سیمو پېژندنې او ارزونې لپاره ترسره شوه.

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، محترم مولوي نجیب‌الله انوري د دې پروګرام په ترڅ کې د سیمې اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ چې د کاریزونو د پاکولو او د کوچنیو خاورینو چکډېمونو د جوړولو لپاره به د دغه ریاست له لوري د «خوراکي توکو په بدل کې کار» پروګرام پلي شي. نوموړي زیاته کړه چې دا اقدام به نه یوازې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي، بلکې د ګټورو او بنسټیزو پروژو د پلي کېدو فرصت به هم رامنځته کړي، چې ګټې به یې د سیمې ټولو اوسېدونکو ته ورسېږي.

د خاک‌جبار ولسوالۍ اوسېدونکو هم د سروې پلاوي له شتون او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې له لوري د دې ولسوالۍ اړتیاوو ته د پاملرنې هرکلی وکړ او ژمنه یې وکړه چې د دغو پروژو په ښه توګه پلي کولو کې به هر اړخیزه همکاري وکړي.

نېټه: ۱۴۴۷/۱۲/۲۴ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

Latest news

Sun, Sep 13 2026 10:46 AM
Background image

An MoU on Joint Cooperation was Signed Between ANDMA and the Humanitarian Organization for the People of Afghanistan

Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, received Engineer Pamir Safi, Deputy for Projects of the. . .

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .