د پنجشېر ولایت په مرکز کې د طبیعي پېښو له خطر سره د مخ سیمو سروې او تثبیت بهیر ترسره شو

rahyab
Tue, Jun 09 2026 11:01 AM
تصویر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لارښوونې پر بنسټ، د پنجشېر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست یوه تخنیکي پلاوي، چې د ولایت مقام، د بازارک د پنجشېر سیند د فرعي حوزې او د کانونو ریاست استازي پکې شامل وو، د طبیعي پېښو له خطر سره د مخ سیمو د پېژندنې، تشخیص او تثبیت په موخه د پنجشېر ولایت مرکز بازارک د شپږم ګذر اړوند د کوه‌شابه او آستانې کلیو په څو خطرناکو سیمو کې تخنیکي سروې او ارزونه ترسره کړه.

په دې سروې کې د کوه‌شابه سیمې اته زیان‌منې نقطې، چې لیاره، کوټه، کمر خاکستري، تهي ګزک، نرمه، ځنګل او د آریانا لومړنی ښوونځی پکې شامل دي او د واورې ښویېدنې، د ډبرو لوېدو او سېلابونو له ګواښ سره مخ دي، تر تخنیکي ارزونې او څېړنې لاندې ونیول شوې.

د سروې پلاوي د ګذر د وکیل او د سیمې د اوسېدونکو په همکارۍ زیان‌منې سیمې وارزولې، د هغو جغرافیایي کورډیناټ یې ثبت کړل او د پخوانیو پېښو او د شته ګواښونو اړوند معلومات یې راټول کړل. همداراز د احتمالي خطرونو د کمولو په موخه اړینې تخنیکي سپارښتنې او حل‌لارې وړاندې شوې.

همدارنګه، د پلاوي غړو د انځورونو او تخنیکي معلوماتو د ثبت ترڅنګ، د سیمې اوسېدونکو ته د احتمالي خطرونو، د خوندیتوب لارو چارو او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست سره د اړیکو د ټینګولو په اړه عامه پوهاوی ورکړ او د یاد ریاست د مسؤلینو او کارکوونکو د اړیکو شمېرې لرونکي ویزېټ کارتونه یې د خلکو ترمنځ ووېشل.

نېټه: ۱۴۴۷/۱۲/۲۳ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

Latest news

Sun, Sep 13 2026 10:46 AM
Background image

An MoU on Joint Cooperation was Signed Between ANDMA and the Humanitarian Organization for the People of Afghanistan

Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, received Engineer Pamir Safi, Deputy for Projects of the. . .

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .