د کابل ولایت په دهسبز ولسوالۍ کې د چیکډیم د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د انټرساس مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړهلیک پر بنسټ، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د دهسبز ولسوالۍ د خاص دهسبز په کلي کې د چیکډیم د جوړولو له کار څخه څارنه وکړه.
دغه چکډیم ۶۰ متره اوږدوالی، له ۴ تر ۵ مترو لوړوالی او ۲۰ متره پلنوالی لري او د جوړېدو موخه یې د سېلابونو د خطرونو کمول دي.
د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې د چیکډیم د جوړولو چارې د پلان سره سم په چټکۍ پر مخ روانې دي او د یادې پروژې په پلي کېدو کې د سیمې خلک فعاله ونډه لري او هره ورځ ۶۰ تنه کاریګر د دې پروژې پر کارونو بوخت دي او په پایله کې د سیمې اوسېدونکو ته لنډمهاله کاري فرصتونه برابر شوي دي.
ټاکل شوې ده چې د دې چکډیم په بشپړېدو سره به د سېلابونو له امله د ګڼ شمېر هستوګنیزو کورونو او کرنیزو ځمکو د زیانمنېدو مخه ونیول شي. همدارنګه، دغه پروژه به د ځمکې لاندې د اوبو د زېرمو په پیاوړتیا او د سیمې د څو چینو د اوبو په ډېرېدو کې مهم رول ولوبوي.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۲/۱۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
