د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱,۶۲۴ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او SFL موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دې ولایت په زاري ولسوالۍ کې ۱,۶۲۴ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، هرې کورنۍ ته ۲,۹۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې د نغدو مرستو ټولیزه اندازه څلور میلیونه او اووه لکه او نه زره او شپږ سوه (۴,۷۰۹,۶۰۰) افغانۍ کېږي.
د مرستو ترلاسه کوونکو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او همکارو موسسو څخه د مرستو پر وخت د وېش په پار مننه او خوښي څرګنده کړه.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۲/۱۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
