په قندهار ولایت کي ۸ زیانمن شویو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي توکې وویشل شول
د قندهار ولایت پیښو پر وړاندي چمتووالي ریاست د DACAAR, WFP او Save the Children موسسو په همکارۍ، ۸ کورنیو ته چي د طبیعي پیښو له امله زیانمني شوي وی، وروسته له سروی هري کورنۍ ته ۲۰۰ کیلو اوړه، ۱۸ لیټره غوړي، ۱۸ کیلو دال، ۱ کیلو مالګه، ۱ پاکټ بسکیټ، ۱ آیجن کیټ او ۱ شلټر وویشل.